ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،په ویانا کښې د ایران په ضد د بندیزونو د لغو کیدا د خبرو اترو د اتم (۸) پړاو په پینځمه (۵) ورځ بیګا د اروپايي اتحادیې له استازي انریکه مورا ، د چین له استازي وانګ کوان ، د روسیې له استازي میخاییل اولیانوف سره د ایران د لوړرتبه مرکچي علي باقري په جلا جلا کتنو سره پاې ته ورسید .
له سیاسي خبرو اترو سره په یووخت د ایران او د څلور جمع یوې (۱)ډلې جرمني ، فرانس ، انګلستان ، روسیې او چین د کارپيژاندو غونډې هم د ویانا په کوبورګ هوټل کښې ترسره شو او تر نیمې شپې دوام درلود .
د ویانا خبرو اترو ته اړوند یو(۱) خبر د ایران د خارجه وزارت د اقتصادي ډيپلوماسۍ د مرستیال مهدي صفري ګډون دی چې پرون د ویانا د خبرو اترو په اتم (۸) پړاو کښې د ګډون لپاره د اسټریا پلازمینې ویانا ته ورسید .
یو(۱) بل نوی خبر د ویانا په خبرو کښې د چین د استازي وانګ کوان څرګندونې دي کوم چې پرون کوبورګ هوټل ته له رسیدا مخکې خبریالانو ته د ایران د یوه (۱) نهايي پکیج د وړاندې کیدا خبر ورکړ خو د دغه پکیج یا وړاندیز جزیاتو ته یې هیڅ اشاره ونکړه .
د روسیې استازي میخائیل اولیانوف هم د ویانا د خبرو اترو له غږملونکي انریکه مورا ، او د فرانسې د انګلستان او د جرمني له استازیو او دغه راز د ایران په چارو کې د امریکا له ځانګړي استازي رابرټ مالي سره د جلا جلا کتنو خبر ورکړ او ویې ولیکل له هغو سره د ویانا د خبرو اترو مخ ته د پرتو لارو په هکله خبرې وشوې .